بازتاب نیوز

طالبان په پټه کې خپل عملیات ترسره کوي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

کورنیو چارو وزارت وايي، چې طالبانو هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت له اونۍ وروسته او له امریکا سره د شوې هوکړې خلاف په پټه کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن ( شنبه غبرګولي ۳ ) د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته د تمې خلاف عمل کړی او خپل بریدونه یې ډېر کړي دي.

نوموړي د خبرو پر مهال وویل، چې طالبانو هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت له اونۍ څخه تر اوسه ۵۰۰ ملکي کسان وژلي، او تر ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د ښاغلي آرین په خبره د دوی موندې ښيي چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته نااعلان شوي عملیات ترسره کړي، او د تمې خلاف خپلو بریدونو ته یې قوت ورکړی دی.

آرین وویل چې د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تعرضي حالت غوره کولو لامل هم همدا په پټه کې د طالبانو د بریدونو ډېروالی دی.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې تېرو شپږ میاشتو کې طالبانو د هېواد ۱۴ ولایتونو کې پر دولتي تاسساتو هم بریدونه کړي، چې په لړ کې یې ۴۱ ښوونځي، ۶ روغتونونه، ۱۶ د برېښنا ستنې او یو شمېر پولچکونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې کابل کې پر روغتونو او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه  د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

طالبانو د دوی له لوري ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې په اړه د حکومت ادعا رد کړې، او د پوښتنې په ډول یې ویلي چې دوی کله هم په کوم کور، مسجد یا کلنیک باندې بمبارد کړی؟

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26832

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading