بازتاب نیوز

د افغانستان-پاکستان د ترانزیتي ستونزې حل اړوند امیدونه

٣ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې له پاکستان سره د ترانزیت ستونزې به ژر حل شي، او دا چې صادرات به د تورخم او سپین بولدک له لارې پیل شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایي دوی توانیدلي له پاکستان سره داسې هوکړه وکړي چې د سپين بولدک او تورخم لارې به د اونۍ شپږ ورځې د سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره پرانیستې وي. دوی زیاتوي چې له عید الفطر څخه وروسته به د افغانستان صادرات هم له همدې لارې څخه پيل شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مسوولینو په وینا د پاکستان له لارې صادرات دافغان سوداګرو لپاره تر ټولو اقتصادي تمامیږي. خو د خصوصی سکټور غړي بیا له یاد وزارت څخه غواړي چې د هیواد د صادراتو لپاره له پاکستان پرته، په نورو بدیلو لارو هم فکر وکړي. دوۍ وایی: “د پا کستان لاره نږدې ده، خو ډاډمنه نه ده.” بلخوا، د کرنې اومالدارۍ خونې مسولین وایی د هیواد د تازه میوې  فصل د رسیدو سره سم باید ورته د صادراتو زمینه خوندي وي. دوۍ له سوداګرۍ او صنایعو وزارت څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان د مسیر پرځای په بدیلو لارو کار وکړي؛ او زیاتوي چې، یاد وزارت باید د هېواد صادراتو ته د منځنۍ اسیا لارې او چابهار بندر پرانیزي. کارپوهان او د اقتصادي چارو شنونکي هم د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت غږ کوي چې دهیواد د صادراتو بهیر د پراختیا لپاره باید حکومت پهر بیلابیلو، هوایي او ځمکني، دهلیزونو ټینګار وکړي. دوی په دې باور دی چې حکومت باید د کورنیو کرنیزو محصولاتو لپار د بهرنیو بازارونو د موندلو ترڅنګ، په کوردننه د پروسس زمینه برابره کړي تر څو ټول کرنیز خام تو کي په هېواد کې  پروسس او بیرته په کوردننه وکارول شي

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-افغانستان-پاکستان-د-ترانزیتي-ستونزې/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading