بازتاب نیوز

د واک ویشل د تیروماتي خوړلیود تجربو تکرار دی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوی سیاسي توافق د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی چې ترسره کېږي نوموړي پر خپل ټوېټر ویلي چې “افغان جهتونه باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې ایښی دی وايي چې د سولې په وړاندې د خنډونو له جوړېدا باید ډډه وشي، او د بندیانو د خلاصون بهیر د پای ته ورسېږي، تر څو ژر تر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي. افغان حکومت د طالبانو د دې څرګندونو په وړاندې تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د ټاکنو پر مهال ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا توګه تېر ملي یووالي حکومت یو بده تجربه یاده کړې او د دې سناریو د نه تکرارېدو ټینګار یې کړی وو.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-واک-ویشل-د-تیروماتي-خوړلیود-تجربو-تکر/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=د-واک-ویشل-د-تیروماتي-خوړلیود-تجربو-تکر

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading