بازتاب نیوز

روغتیايي چارواکي: د اختر مبارکۍ په نامه ماشومانو ته نغدې پېسې مه ورکوئ

٣ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

Getty Images وروسته له هغه چې کورونا وېروس د نوري نړۍ په څېر د افغانستان ګوټ، ګوټ کې هم د خپریدو په حال کې دی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې چې د اختر په شپو او ورځو کې د یو او بل کورونو او مېلو ځایونو ته له تګ ډډه وکړي. روغتیايي چارواکو دغه راز له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دي کوچنیانو ته نغدي پيسې نه ور کوي. روغتیا پالان وايي، نغدې پیسې له یوه کسه بل ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، دا چې ماشومان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو، چارو نه پوهېږي نو نغدي پیسې کېدای شي هغوی ته وېروس ور ولېږدوي. ”د نغدې پیسو له لار کېدای شي وېروس په چټکۍ سره انتقال شي. په اختر کې د عیدي یا د اختر مبارکۍ په نوم پیسې چې مشران یې کشرانو ته ور کوي. همدا پيسې ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي. بله لویه ستونزه دا ده چې ماشومان د لویانو په شان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو چارو بلد نه دي نو ډېر ژر یې بدن ته وېروس ور داخليږي او په کویډ – ۱۹ ناروغۍ اخته کېدای شي. ” په یو شمېر اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په اخترونو کې ماشومانو د خپلوانو کورونو ته ورځي او مشران د اختر مبارکۍ په نوم هغوی ته نغدې پیسې، وچه یا لنده مېوه ور کوي. خو اوس چې کورونا وبا نژدې په ټوله نړۍ کې خپره ده، روغتیاپالان وايي، د مخنیوي یوه لاره یې د ټولنیز واټن ساتل دي‎.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/روغتیايي-چارواکي-د-اختر-مبارکۍ-په-نامه/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading