بازتاب نیوز

د ملکیانو د تلفاتو له زیاتیدا اندیښنه

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما په یوه بیانیه کي وویل په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو حکومتی ځواکونواودداعش ترهګری ډلګی له لوري بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي. یوناما په خپل راپور کی ویلي دی چې د جګړې ښیکلې غاړې د ملکي وګړو د تلفاتو لامل دي او له همدې امله یې د جګړې د درولو بېړنې غوښتنه کړې ده. د یوناما د تازه راپور د لومړنیو معلوماتو له مخې طالبانو او بهرنیو ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو له امله د اپریل په میاشت کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو ښکارندویي کوي. په راپور کې ویل شوي چې طالبان اپریل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي کسانو د تلفاتو مسؤل دي، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښکاره کوي. یوناما د بهرنیو ځواکونو له لوري بریدونو کې هم ملکي کسانو ته د بې سارې مرګ ژوبلې خبر ورکوي. راپور کې ویل شوي چې بهرنیو ځواکونو اپریل میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-ملکیانو-د-تلفاتو-له-زیاتیدا-اندیښنه/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=د-ملکیانو-د-تلفاتو-له-زیاتیدا-اندیښنه

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading