بازتاب نیوز

د کرونا ویروس ۴۰۸ تازه مثبتې پېښې ثبت

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي د عامې روغتیا وزارت د معلوماټو له مخې تېرو څلریشت ساعتنو کې کابل کې تر هر بل ولایت ډېرې د کرونا ویروس تازه مثبتي پېښې ثبت شوي چې شمېر ۱۶۲ ته رسي تر کابل وروسته ۹۵ هرات، ۳۱ بلخ، ۲۰ تخار، ۱۹ پروان، ۱۸ پکتیا، ۱۵ وردک، ۸ لوګر، ۷ بغلان، ۶ دایکندي، ۵ غور، ۵ کونړ، ۴ پکتیکا، ۴ پنجشیر، ۳ کندز، ۳ کاپیسا او ۲ لغمان کې ثبت شوې ده له دې تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷،۰۷۲ ته ورسېد، چې له همدې شمېر څخه ۱۷۳ کسان مړه شوي او څه کم ۱۰۰۰ کسان بېرته رغېدلي دي هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر په داسې حال کې په ډېرېدو دی، چې د کابل په ګډون لویو ښارونو کې قرنطین مات او د خلکو ګڼې ګوڼې خپل عادي حالت غوره کړی دی عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که حالات داسې روان وي او خلک روغتیايي لارښونو ته پاملرنه ونه کړي، لوی ناورین به رامنځته شي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-کرونا-ویروس-۴۰۸-تازه-مثبتې-پېښې-ثبت/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=د-کرونا-ویروس-۴۰۸-تازه-مثبتې-پېښې-ثبت

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading