بازتاب نیوز

د کورنيوچارو وزارت : په وروستیو درېیو میاشتو کې جنایي جرمونه ۲۵ سلنه کم شوي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د جنایي جرمونو کچه د تېر میاشتو په پرتله ډېره ټیټه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۳مه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې په کابل کې ۱۶۹ جنایي پېښې شوې دي چې په تړاو یې ۱۳۶ کسان نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښو کې قتل، تښتونې، غلاوې، ترافیکي پېښې، کیسه بورۍ، د موبایل تښتونې او نور بېلا بېل ډول جنایي پېښې شاملې دي. ارین وایي چې د نیول شویو کسانو قضیې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د تېر مالي کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په ټول هېواد کې څلور زره جنایي جرمونه ثبت شوي وو، چې په تړاو یې ۵۶۰۰ کسان نیول شوي وو.

خو د هغه په وینا، په وروستیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳۰۰۰ جنایي پېښې ثبت شوې دي او په تړاو یې ۳۵۰۰ کسان نیول شوي او تر عدلي تعقیب لاندې دي. ده وویل چې په وروستیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې په جنایي جرمونو او پېښو کې شاوخوا ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

طارق ارین وایي چې په کابل او ټول هېواد کې د مجرمینو پر ضد د پولیسو عملیات ادامه لري او هیڅوک له قانون څخه تېښته نه شي کولی.

ده زیاته کړه چې په دې وروستیو کې دوی د ۴۳ سازمان شویو مجرمینو لېست خپور کړی چې د هغوی پر سر انعام هم اعلان شوی دی. هغه له هېوادوالو مننه وکړه چې د امنیت په ټينګښت او د مجرمینو په نیولو کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري کوي

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/572517

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading