بازتاب نیوز

د افغانستان او عربستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو کې سبا ته یکشنبه اختر دی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل):د سعودي عربستان، افغانستان، ایران، پاکستان خیبر پښتونخوا، ترکیې، اندونیزیا، مالیزیا، مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، لیبیا، تونس، الجزایر، المغرب عمان او صومالیا په ګډون ګڼ شمېر عربي او اسلامي هېوادونو سبا د یکشنبې په ورځ د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان کې مشهورې دیني مدرسې او د فتوی مرجع دارالعلوم دیوبند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، داچې نن (شنبه ۳ غبرګولی) ماښام د شوال المکرم میاشت نه ده لیدل شوې، نو د دوشنبې په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، د هندوستان ترڅنګ بنګله دیش کې هم دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځې په توګه اعلان شوې ده.تردې وړاندې د صومالیا د علماوو شورا د یوې رسمي بیانیې په ترڅ کې ویلي ؤ، داچې د شوال المکرم میاشت نه ده لیدل شوې، نو د نبوي حدیث مطابق مو دیرش روژې پوره کړې او سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځې په توګه اعلانوو!ددې ترڅنګ د عمان پادشاهي دولت هم سبا د یکشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.په ورته مهال د سعودي عربستان سترې محکمې پرون د جمعې په ماښام اعلان کړی ؤ، چې د شوال میاشتې نه لیدلو په وجه به سبا یعنې نن شنبه(غبرګولي ۳مه ) د رمضان المبارک دیرشمه او بل سبا (یکشنبه) به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.د سعودي عربستان په تعقیب د افغانستان سترې محکمې هم د سبا د یکشنبې ورځ د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.که څه هم د پاکستان د حکومت د مرکزي رؤیت هلال کمیټې مشر مفتي منیب الرحمن نن ماښام اعلان وکړ، چې د شوال المکرم میاشت یې نه ده لیدلې، ځکه یې سبا (یکشنبه) روژه او بل سبا ته د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده؛ خو د خیبر پښتونخوا ستر دیني عالم او د قاسم علي خان تاریخي جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزي تیره ورځ ماخوستن د شوال المکرم میاشتې نه لیدلو وروسته ویلي ؤ، چې د شنبې ورځ به د روژې دیرشمه او یکشنبه به د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.د نن ټکي اسیا خبري ویب پاڼې همکاران خپلو ټولو مینه والو او عامو مسلمانانو ته د نیمکرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وايي او د ذو الجلال رب له دربار څخه په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د امنیت، کرونا وبا څخه د نجات او سوکالۍ غوښتونکي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165873/د-افغانستان-او-عربستان-په-ګډون-ګڼ-شمېر-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading