بازتاب نیوز

طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ

٣ غبرګولی ١٣٩٩ بی بی سی

وسله وال طالبان وايي، د کوچني اختر په مناسبت به د دریو ورځو لپاره هیڅ وسله وال برید نه کوي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، د طالبانو مشرتابه لارښوونه کړې، چې په دې دریو ورځو کې به پر (دښمن) هیڅ یرغلیز برید نه کېږي.

د اعلامیې په ټکو که د مقابل لوري لخوا برید وشي، وسله والو طالبانو ته له ځانه د دفاع امر شوی دی.

په اعلامیه کې دغه راز له وسله والو طالبانو غوښتل شوي، چې د مقابل لوري ''تر کنټرول لاندې سیمو ته د تلو اجازه نه لري او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د مجاهدینو سیمو ته راشي. ''

بل لور ته درې ورځې مخکې (مې ۲۰) افغان چارواکو وویل، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چارشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي و، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي و "دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ ".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

له دې مخکې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د اورکم په نامه یوه اونۍ د سږ کال د فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم د غځولو غوښتنه کړې وه، خو د مارچ پر لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

له هغه اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

د ۲۰۱۸ کال په جون کې تر اختر وړاندې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه.

هغه مهال ګڼ شمېر طالبانو د هېواد په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او د اختر پر څلورمه د ولسمشر غني له لوري د اوربند له تمدید وروسته هم په ازاده توګه ګرځېدل چې د ملکي وګړو له تود هرکلي سره مخامخ شوي وو، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ځینې طالب مشران په دې اړه خوښ نه وو.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52785954

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading