بازتاب نیوز

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ

٣ غبرګولی ١٣٩٩ ټي آر ټي

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې  اوربند اعلان کړ.

د طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ ددې لپاره چې د افغانستان خلک د اختر ورځې په اطمینان او پوره ډاډ سره تیرې کړي‌ خپلو ټولو ځواکونو ته اعلان کړی دی چې د اختر په درې ورځو کې په حکومتي‌ ځواکونو بریدونه ونکړي‌ او د د هغه لخوا د هر ډول برید پر مهال د ځان نه دفاع وکړي.

همداشان طالبانو پدې اعلامیه کې خپلو ټولو جنګیالیو ته ویلي دي‌ چې د اختر په ورځو کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته د تګ راتګ اجازه نلري‌ او په ورته ډول حکومتي‌ ځواکونو ته به هم د اختر په ورځو کې ددوې تر کنټرول لاندې سیمو ته د تګ راتګ اجازه ورنکړل شي.

 

پيوندونه: #اختر , #اوربند , #طالبان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/05/23/tlbnw-d-khtr-ph-dryw-wr-hw-kh-wrbnd-ln-khr-1422571

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading