بازتاب نیوز

طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د طالبانو له لوري په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان شوی دی.د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکي اسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي:«د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمنان سره تر سره کړي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرتابه لخوا لارښودنه کیږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې دي د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسي او په هيڅ ځای کې دې په دښمن باندې تعرضي عملیات نه تر سره کوي؛ البته که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده بیا دي کلکه دفاع وکړي.په عین حال کې دې ټول مجاهدین خبر وي چې هيڅ څوک د دښمن تر کنترول لاندې ساحوته د تګ اجازه نه لري اونه مقابل لوري ته اجازه شته چې د مجاهدینو سیموته راشي.هیوادوالوته د دې زمینه مساعده کړئ چې اختر په خوشحالۍ ولمانځي د امنیت په برخه کې يې لازم ګامونه واخلئ، د شهداوو او بندیانو په کورنیو پوښتنه وکړئ او په هره برخه کي خپلو مقدسو اهدافو ته متوجه واوسئ».باید وویل شي چې دا دویم ځل دی چې طالبان د اختر په مناسبت په علني ډول له خپله اړخه اوربند اعلانوي، ددې تر مخه یې په کال ۲۰۱۸ په کوچني اختر کې په ورته توګه ۳ ورځنی اوربند اعلان کړی وو چې له امله یې په افغانستان او نړۍ کې د افغانستان د سولې لپاره امیدونه را وټوکول او د طالبانو – امریکایانو تر منځ رسمي او علني مذاکرات شروع شول چې بالاخیره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر توافقنامې پایته ورسیدل.ګمان کیږي چې د طالبانو له لوري دغه ۳ ورځنی اوربند، او په کابل کې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د جوړجاړي وروسته د طالبانو د غوښتنې سره سم د بندیانو خلاصون لړۍ چټکه شي او بالاخیره بین الافغاني مذاکراتو ته هم لاره هواره شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165877/طالبانو-د-اختر-په-مناسبت-درې-ورځنی-اورب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading