بازتاب نیوز

د ملي مصالحې عالي شورا تراوسه خپل عملي کارونه نه دي پيل کړي

٤ غبرګولی ١٣٩٩ طلوع نیوز

د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک او د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو څخه کابو یوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه د دغې شورا عملي کارونه پيل شوي نه دي.
 
 سرچینې وايي چې د مصالحې د عالي شورا رییس له خپلو پلویانو سره کابینې او د حکومت نورو څوکیو ته د خپلو نژدې څېرو د ورپېژندلو په تړاو پر سلا مشورو بوخت دی.
 
د پوهنتون استاد احمد سعیدي په دې اړه وویل:«پر ملي مصالحې شورا په اړه هر څه چوپ دي، یوازې دواړه (غني او عبدالله) پر کابینه بوخت دي.  د دوی لپاره د سولې په پرتله کابینه او د وزیرانو ګومارل ډېر ارزښت لري.»

په داسې وضعیت کې چې د دغه بنسټ د جوړېدو لپاره کار پېل شوی دی؛ د هېواد یو شمېر سیاسي څېرې ټینګار کوي چې د سولې په راوستو کې به د دغه بنسټ رول پیاوړی وي.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه سیما سمر په دې اړه څرګندوي:«هغه کسان چې د مصالحې په شورا کې وي، په پلاوي او د سولې په نورو اړوندو برخو کې دي، باید کارپوه او ريښتني کسان وي.»

د حج او اوقافو وزارت نوماند وزیر عبدالحکیم منیب هم وايي:«موږ د سولې د راوستو په برخه کې منظمې، منسجمې، متحدانه او متعهدانه او مخلصانه هڅې لرلې دي.»

د ښاغلي عبدالله دفتر په دې تړاو نظر نه ورکوي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي مصالحې په شورا کې د لومړنیو ګامونو د اخیستو خبر ورکوی.
 
د ولسمشرویاند صدیق صدیقي وویل:«له دې وروسته چې سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شوی او د ملي مصالحې عالي شورا رامنځته شوې، طبعاً لومړني ګامونه چې اړتیا ده پورته شوي دي. د افغانستان دولت باید له یوې ځواکمنې اجماع سره د سولې پروسې ته داخل شي.»

هغه سیاسي هوکړه لیک چې په پایله کې یې د ملي مصالحې عالي شورا جوړه شوه؛ د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ له پنځو میاشتو اختلافونو وروسته لاسلیک شوه.
 

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-ملي-مصالحې-عالي-شورا-تراوسه-خپل-عملي-کارونه-نه-دي-پيل-کړي

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading