بازتاب نیوز

د طالبانو اوربند ته د اشرف غني او عبدالله غبرګون

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): نن د شنبې په ورځ چې د اختر د شپې سره سمون خورې، طالبانو ماخوستن ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په خپلو سیمو کې دفاعي حالت اختیار کړي او د تعرضي بریدونو څخه ډډه وکړي.د اوربند په اړه د طالبانو وروستی اعلامیې په افغانستان کې او په ټولنیزو پاڼو کې په ولسي کچه د خوښيو ډک غبرګونونه را پارولې دي او یو ځل بیا د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې او جوړجاړۍ امیدونه زیات شوي دي.د افغانستان د اوسني حکومت ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دی هم په خپل وار دولتي ځواکونو ته امر کوي چې د تعرضي بریدونو څخه دي ډډه وکړي.نوموړي ویلي چې نور جزئیات به په خپله اختریزه وینا کې بیان کړي.موږ د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوو. زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قومندان په حیث ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قومنده کوم چې دوی هم اوربند وکړي، خو د تعرضي برید دفاع به کوو. نور جزئیات به سبا زما په اختریزه وینا کې وړاندې شي.— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 23, 2020باید وویل شي چې د امریکا سره د طالبانو تر تړون امضا کېدو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو او جوړجاړي پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ په کابل کې د حکومت پر سر جنجال او اشرف غني له لوري د بندیانو نه خوشي کول وو چې تر اوسه ادامه لري، تمه کیږي چې اشرف غني به سبا په خپله اختریزه وینا کې په دې اړه څه ووايي.بلخوا د حکومت نیم په نیمه شریکوال او د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان ته هرکلی ویلی دی او دا یې د سولې پر لور مثبت قدم بللی دی. نوموړي پر اشرف غني غږ کړی چې د طالبانو اعلان ته مثبت غبرګون ووایی او دی هم اوربند اعلان کړي.ډاکټر عبدالله زیاته کړې چې امید لري د طالبانو له لوري د اوربند اعلان به د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره شي.I welcome the Taliban's announcement of a three-day ceasefire during Eid-ul-Fitr as a positive step towards achieving peace. I ask the President of the I.R. of AFG to reciprocate the gesture with goodwill & announce a ceasefire during Eid days.. 1/3— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) May 23, 2020

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165883/د-طالبانو-اوربند-ته-د-اشرف-غني-او-عبدالل/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading