بازتاب نیوز

د طالبانو اوربند ته غبرګون؛ مختلفو لورو د بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴غبرګولى، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې نن ناوخته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو جنګالیو ته له تعرضي بریدونو څخه د لاس اخستلو او اوربند امر وکړ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو د مشرتابه له دې پرېکړې هرکلی کړی او د بندیانو د خلاصون د پروسې د دوام غږ یې کړی.زلمي خلیلزاد په همدې تړاو پر خپل ټویټر باندې د طالبانو له لوري د اوربند غږ یو مثبت ګام بللی او د سولې په لاره کې یې د ورته نورو مثبتو ګامونو د اخستو هیله کړې.خلیلزاد لیکلي « نور مثبت قدمونه هم باید واخستل شي، د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامه کې د یادو شویو بندیانو د خلاصون لړۍ باید له دواړو خواوو دوام ومومي، بیا ځلې باید د لوړې کچې تشدد پیل نشي، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په یوه نوې نېټه باید هوکړه  وشي.»نوموړي ددې تر څنګ د لاسته راغلي فرصت د ساتلو غوښتنه کړې او په خبره یې،   امریکا به په دې برخه کې خپله هڅه وکړي.(1/5) #EidMubarak to all who celebrate. We welcome the Taliban’s decision to observe a ceasefire during Eid, as well as the Afghan government announcement reciprocating and announcing its own ceasefire.— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 23, 2020د خلیلزاد تر څنګ د کابل حکومت نیم ونډه وال او د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د اوربند په پرېکړه خوښي ښکاره کړې، د حکومت له لوري یې هم د ورته ګام اخستو هیله ښودلې او په تمه دی چې  « د اختر په ورځو کې اوربند به د زندانیانو د تبادلې لړۍ چټکه کړي او د اورکم په رامنځه کېدو او د بین الافغاني خبرو په پیل کې به مرسته وکړي.»بل لور ته د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» هم د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي تر څنګ هیله ښودلې چې دا ګام به «د بين الافغاني خبرو له پيل او د بندیانو د خوشی کیدو‌ سره مرسته وکړي.»We strongly welcome the #ceasefire by both the AFG govt and the Taliban movement. Our people truly deserve it. We hope it will be extended into a #humanitarian ceasefire to allow for COVID19 response throughout the country and start of intra-Afghan talks and prisoners’ release.— Mohammed Haneef Atmar محمد حنیف اتمر (@MHaneefAtmar) May 23, 2020په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د کابل حکومت پخوانی سفیر «عمر زاخېلوال» وایي، اوربند به د افغانانو د اختر خوښۍ څو چنده کړي او په خبره یې «هیله ده چی د اختر په دوام د دواړو لورو له خوا هم اوربند وغزول شی او هم د باورجوړونې د نورو ضروري ګامونو لکه د اسیرانو تبادلې په اړه زړور او کوټلي اجراأت وشي. دا به بیشکه د سولې پر لور ستر پرمختګ وي.»2/2:…. له خوا هم اوربند وغزول شی او هم د باورجوړونې د نورو ضروري ګامونو لکه د اسیرانو تبادلې په اړه زړور او کوټلي اجراأت وشي. دا به بیشکه د سولې پر لور ستر پرمختګ وي.— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) May 23, 2020طالبان داسې مهال د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلانوي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» څه موده وړاندې د هغوی په وړاندې د تعرضي عملیاتو امر ورکړی و او طالبان یې تورن کړي وو، چې په «تشدد» یې لاس پورې کړی.حکومت ددې تر څنګ د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ هم درولې او ادعا لري، چې زر تنه امنیتي ځواکونه یې د طالبانو له لوري نیول شوي، خو اوس یې هغوی په اړه جواب نلري.د طالبانو له لوري د اوربند له اعلان پراخ هرکلی شوی، ناټو، یوناما، سیاسیونو او بیلابیلو جهتونو اوربند د سولې په پروسه کې یو مثبت ګام یاد کړی او طالبان یې ستایلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165891/د-طالبانو-اوربند-ته-غبرګون؛-مختلفو-لور/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading