بازتاب نیوز

د طالبانو اوربند د سیاسیونو او مختلفو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شوی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴غبرګولى، ۱۳۹۹ل):  د طالبانو له لوري د اختر د خوښیو په مناسبت درې ورځنی اوربند د ګڼ شمېر سیاسي جهتونو او مختلفو سیاسیونو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوی.د طالبانو له لوري اوربند داسې مهال وشو، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د هغوی په وړاندې د تعرضي بریدونو امر ورکړی و، او د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر يې درولی و، چې ورسره جوخت د هیواد په ځینو سیمو کې د جګړې کچه هم لوړه شوې وه.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «يوناما» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اوربند له پرېکړې هرکلی کړی، د اوربند د غځېدو غوښتنه یې کړې، او ټينګار یې کړی، چې بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي.Reason to hope! A welcomed move by Taliban. Well responded by Afghan government. Echos also UN Secretary General Guterres’ call for ceasefire to focus on the new enemy, COVID virus. Let wisdom and compassion of EID convince all to make this permanent and move to peace talks. https://t.co/AJBxdeAyki— Deborah Lyons (@DeborahLyonsUN) May 23, 2020بل لور ته د ناټو سازمان سرمنشي «ینس سټولټنبنرګ» هم د طالبانو د اوربند په پرېکړه خوښي ښودلې، د افغانستان امنیت ته یې خپله ژمنتیا یاده کړې او تر څنګ یې له ټولو ګوندونو غوښتي، څو د لاسته راغلي فرصت قدردانی وکړي.I welcome the statements by the government of #Afghanistan & the Taliban on a 3-day ceasefire over Eid. All parties should seize this opportunity for peace, for the benefit of all Afghans. #NATO remains committed to Afghanistan’s long-term security.— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) May 23, 2020د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» هم  د «د طالبانو د اسلامي تحریک» له لوري د اوربند هرکلی کوي او زیاتوي «هیله مند یم چي دا نیک اقدام په هېواد کي د سراسری او تلپاتی سولي سبب شې.»د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د #اوربند د اعلانولو هرکلی کوم او د دغه نیک اقدام ستاینه کوم. او همداسې دحکومت له لورې د مثبت غبرگون هرکلی کوم. هیله مند یم چي دا نیک اقدام په هېواد کي د سراسری او تلپاتی سولي سبب شې.— Hamid Karzai (@KarzaiH) May 23, 2020په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لیګت» له اوربند د هرکلي په مهال پر ټولو لورو غږ کړی، چې د جګړې شدت کم کړي تر څو دده په خبره د سولې پروسه وړاندې ولاړه شي.USFOR-A welcomes the announcements from the Government of Afghanistan and the Taliban in observing a three-day cease fire during Eid.We reiterate our call for the militaries of all sides to reduce violence to allow the peace process to take hold.— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) May 23, 2020

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165898/د-طالبانو-اوربند-د-سیاسیونو-او-مختلفو-ج/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading