بازتاب نیوز

بغلان کې د دوو کورنیو ۶ کسان وژل شوي

٤ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

د بغلان په بنو ولسوالي کې محلي مسوولان په دې ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله د ۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بنو ولسوال منصور عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه نن سهار د دې ولسوالي په خوش‌دره سیمه کې د اختر له لمانځه وروسته شوې ده.

عزیزي وايي، پېښه د شخصي دښمني له کبله شوې چې پر مهال یې د دواړو کورنیو ۶ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او په دواړو کورونو کې نشه‌يي توکي پیدا او نیولي دي.

ولسوالي وايي، د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55263

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0