بازتاب نیوز

ولسمشر غني: امريکا افغانستان کې د تلپاتې اوربند په هڅه کې ده

٥ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

ولسمشر محمد اشرف غني نن په يوه ټوېټ کې ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو سره يې ټلفوني خبرې کړي او پامپيو د افغان حکومت له تازه پرېکړې چې له مخې يې ۲۰۰۰ طالب بنديان خوشې کېږي، هرکلی کړی.

ولسمشر د پامپيو له قوله ليکلي چې امریکا په دې هڅه کې ده ترڅو افغانستان کې تلپاتې اوربند او د سولې د مخامخ خبرې پيل شي.

نوموړي زياته کړې چې د پامپيو ټلفوني خبرې د مصالحې شورا له رييس عبدالله عبدالله سره هم وشوې.

ارګ تېره ورځ د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند کولو په ځواب کې د ۲۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو امر وکړ. طالبانو يې هم د دې کار هرکلی وکړ او د حکومت له لوري يې دا ګام وستايه.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین په يوه ټوېټ کې ويلي و چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې اړتيا ده چې د دواړو لوريو ترمنځ د باور جوړولو  لپاره ۵ زره طالب بنديان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې افغان حکومت سره د اختر په درې ورځو کې اوبند کوي. افغان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي ترڅنګ وويل چې د اوربند اصولو به مراعت کوي او دې کار ته به ژمن وي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55275

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0