بازتاب نیوز

کورونا؛ هېواد کې يې د اخته کسانو شمېر ۱۱۱۷۳ ته ورسېد

٥ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس د ۵۹۱ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱۱۷۳ کسانو ته ورسېد.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو ۵۹۱ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۳۹۰ په کابل، ۶۲ هرات، ۳۶ بلخ، ۲۱ بادغیس، ۱۸ ننګرهار، ۱۴کونړ، ۱۴ تخار، ۱۱جوزجان، ۷ وردک، ۵ پکتیا، ۵ بغلان، ۳ خوست، ۲غور، ۲پنجشیر او یوه په بامیانو ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله  ۱ کس مړ شوی او ۲۲ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۲۱۹ او د روغو شويو کسانو شمېر ۱۰۹۷ته ورسېد.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55276

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0