بازتاب نیوز

نن د هېواد له زندانونو څخه، ۹۰۰ طالب بندیان ازادېږي

٨ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د ملي امنیت شورا د سلاکار ویاند، نن د هېواد له زندانونو څخه د ۹۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو په اړه خبر ورکړ

.
جاوید فیصل، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: ټاکل شوې ده، چې نن د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ او د اوربند د دوام او له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مخامخ خبرو پیلېدو په موخه؛ ۹۰۰ نور طالب بندیان، له بګرام، څرخي پله او نورو زندانونو څخه ازاد شي.
فیصل زیاته کړه، چې تېره ورځ هم، ۱۰۰ تنه طالب بندیان له بګرام زندان څخه ازاد شوي دي.
هغه وویل، له کمکي اختر مخکې هم د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ، ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان ازاد شوي دي.
فیصل وویل، د افغانستان دولت، د خلکو د غوښتنې او سولې پروسې د اړتیا پر بنسټ، تر دې مهاله په دې برخه کې اساسي اقدامات تر سره کړي او اوس هم چمتو دی، چې اوربند هم دوام وکړي، د بندیانو دخلاصون بهیر په ښه ډول پر مخ لاړ شي او د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي.
فیصل دې ته په ټینګار سره، چې طالبانو تر دې مهاله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیانو د خلاصون په برخه کې له مهالوېش سره سم عمل ندی کړی، له یادې ډلې غوښتنه وکړه، چې له دې وروسته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیانو د خلاصون بهیر کې له هغه مهالوېش سره سم عمل وکړي، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره یې په هوکړه کې ژمنه کړې ده.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3221-2020-05-28-04-40-57

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0