بازتاب نیوز

د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د کرونا ویروس د شکمنو ټېسټونو سرعت او کیفیت لوړ کړي

٨ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او کابل ولایت، له کرونا ویروس سره د مبارزې د هڅو په دوام، نن هم د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ګډ خبري کنفرانس جوړ کړ

.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر وحید مجروح، په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې د کرونا ویروس د شکمنو ټېسټونو د ترسره کولو ظرفیت، هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د نویو مرکزونو په رامنځته کولو سره، د یادو ټېسټونو سرعت او کیفیت لوړ کړي.
هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس له خطر سره د خلکو سطحي چلند او د هغوی لخوا د دغه مصیبت جدي نه ګڼلو؛ ټولو هېوادوالو ته زیان اړولی دی.
مجروح وویل: د اختر په درې ورځو کې د کووېډ ۱۹ ناروغانو اړوند روغتونونو کې د کووېډ ۱۹ ناروغانو زیاتوالی ښیي، چې خلکو دعامې روغتیا وزارت سپارښتنې په سمه توګه ندي عملي کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په کور کې پاتې کېدل، د ټولنیز واټن ساتل، د ماسک اچول او په مکرر ډول د لاسونو مینځل؛ اوس هم له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او د دغه ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره اساسي اقدام دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې، د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۹۹۴ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي، چې له دې جملې څخه، ۶۲۵ سمپلونه مثبت پېژندل شوي دي.
د ۶۲۵ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله، هېواد کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر ۱۲۴۵۸ تنو ته رسېدلی دی.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره له یادې ناورغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۲۲۷ تنو ته لوړ شوی دی.
همداراز د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۱۰ تنه نور پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان جوړ شوي، چې په دې سره، د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر ۱۱۳۸ تنو ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې د کابل والي، محمد یعقوب حیدري وویل، کابل ښار کې په مشروط ډول د اصنافو د فعالیت پیلولو لپاره د کابینې تر پرېکړې وروسته؛ دغه اداره د هغې له تطبیق څخه د څارنې لپاره اړین چمتوالی تر لاسه لاندې نیولی دی.
هغه دې ته په ټینګار سره، چې لویو مغازو کې دې د تبې معلومولو آله شتون ولري او ټولنیز واټن دې په جدي توګه مراعت شي، زیاته کړه: د طرز العمل د نه مراعتولو په صورت کې به؛ مسوولین د اصنافو د بیا تړلو اقدام وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرسیتال، عبدالمنان شیوا شرق، هم په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې د عامه پوهاوي په برخه کې د ولایتونو لپاره د بودجې اندازه مشخصه شوې ده او دغه وزارت به ډېر ژر له رسنیو سره د مشخصو تړونونو په چوکاټ کې هغه له ټولو سره شریکه کړي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3222-2020-05-28-05-36-41

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0