بازتاب نیوز

د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی

٨ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته رارسېدلی او د حکومت له تخنیکي ټیم سره د دواړو لورو د بندیانو پر خلاصون خبرې کوي. دې شورا که څه هم په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو جمهور رییس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ زره نورو طالب بندیانو د خوشي کېدو امر ورکړ. تر دې وړاندې د بندیانو د خلاصون بهیر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېرېدو له کبله درول شوی و. بلخوا، طالبان هم مني چې د دوی یو پنځه کسیز پلاوی همدا اوس په کابل کې دی او هغوی ته دنده ورکړل شوې، څو د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي. د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، یاد پلاوی د طالب بندیانو د تصدیق او تثبیت په هدف کابل ته استول شوی دی. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د وري میاشتې پر ۱۳مه نېټه هم د طالبانو یو پلاوی د بندیانو د خلاصون او د هغوی د تصدیق په هدف کابل ته راغلی و، خو د ځینو اختلافونو له کبله بیرته دوحې ته ستون شو. ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي. The post د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/28/د-طالبانو-پنځه-کسیز-تخنیکي-پلاوی-کابل-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0