بازتاب نیوز

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه، د کرونا ویروس ۵۸۰ پېښې ثبت شوي دي

٨ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز


کابل، افغانستان: د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې، د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۱۰۷۲ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي، چې له دې جملې څخه، ۵۸۰ سمپلونه مثبت پېژندل شوي دي.

د ۵۸۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په هېواد کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر ۱۳۰۳۶ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر وحید مجروح، چې د کرونا ویروس په اړه یې د یاد وزارت د ورځنیو کنفرانسونو پر دوام، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه: د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره له یادې ناورغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۲۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.

همداراز هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۶۵ تنه نور په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان جوړ شوي، چې په دې سره، د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر ۱۲۰۹ تنو ته رسېدلی دی.

مجروح وویل: په بازارونو او سړکونو کې د خلکو د تګ راتګ له امله؛ په وروستیو ۱۲ ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او یو خطرناک وضعیت یې رامنځته کړی دی.

هغه یو ځل بیا تینګار وکړ، چې په کور کې پاتې کېدل، د ټولنیز واټن ساتل، د ماسک اچول او په مکرر ډول د لاسونو مینځل؛ د خلکو او کورنیو ترمنځ له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او د دغه ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره اساسي اقدام دی.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3225-2020-05-28-10-49-26

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0