بازتاب نیوز

د کابل ولایت بېوزله اوسېدونکي، د برېښنا او اوبو د یوې دورې بل له ورکړې څخه معاف کېږي

٨ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز


کابل، افغانستان: د کابل ولایت د اضطرار کمېټه، د کابل ولایت د بېوزله اوسېدونکو د برېښنا او اوبو د یوې دورې بل، د دغې کمېټې له اختصاصي بودجې څخه، د برېښنا شرکت او ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون ادارو ته ورکوي.



د کابل والي محمد یعقوب حیدري، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، وویل: په دې معافیت کې د کابل ښار د اوبو او برېښنا هغه مشترکین شاملېږي؛ چې د مېتر ویلو په یوه دوره کې یې د اوبو او برېښنا بلونه تر زرو افغانیو پورې وي.

د کابل والي وویل، چې څه باندې ۳۵۰ زره کورنۍ او یا شاوخوا ۵۰ سلنه د اوبو او برېښنا مشترکین به؛ د دغه معافیت له امتیاز څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي حیدري وویل، چې د کابل د اضطرار په کمېټه کې د کابل ښار د بېوزله اوسېدونکو د اوبو او برېښنا د یوې دورې بلونو د ورکړې پرېکړه، د دې لپاره شوې، چې ډېری اوسېدونکو په ځانګړي ډول فقیر او بېوزله قشر، یادې کمېټې ته مراجعه کړې او ویلي یې دي، چې د اوبو او برېښنا بلونو لګښت نشي ورکولای.   

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3224-2020-05-28-10-44-15

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0