بازتاب نیوز

حنیف اتمر له خپل ترکمستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

٩ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نوماند وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکمنستاني سیال رشید مرادوف سره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، پر ګډو اقتصادي برنامو او له کویډ ۱۹ ناروغۍ سره پر مبارزې بحث وکړ. سرچینه زیاتوي، چې دواړو مشرانو د سیمه ییز اتصال، ټاپي او د برېښنا لېږد پروژو پر پلي کېدو او د هرات ـ تور غونډۍ پر رېل پټلۍ هم خبرې وکړې. په ورته وخت کې اتمر د ټاپي پروژې د پلي کېدو، ټرانسپورټ او نوري فایبر پروژو په برخو کې د افغانستان د حکومت له لوري ډاډ څرګند کړ او یادې پروژې یې په سیمه کې د ټرانسپورټ او سوداګرۍ د پیاوړتیا او نښلېدو اصلي لاملونه وبلل. دواړه لوري د افغانستان او ترکمنستان په بندرونو کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د دوو مرکزونو پر جوړېدو هم وغږېدل. د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې دوې ورځې وړاندې د ترکمنستان جمهور رییس قربانقلي بردي محمدوف هم د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ په بندر کې د کورونا ناروغۍ د دوو مرکزونو جوړېدو خبر ورکړ. The post حنیف اتمر له خپل ترکمستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/29/حنیف-اتمر-له-خپل-ترکمستاني-سیال-سره-د-دو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0