بازتاب نیوز

طالبانو د افغان دولت ۸۰ نور بندیان ازاد کړل

٩ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د وسله والو طالبانو ډله د افغان حکومت د لسګونه نورو بندیانو د خلاصون خبر ورکوي. د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، پرون یې په کندز او بغلان ولایتونو کې د افغان حکومت ۸۰ نور بندیان له بنده خوشي کړل. د هغه په وینا، خوشي شوو کسانو ته جامې او ۵۰۰۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې. طالبان پر داسې مهال د دولت یاد بندیان ازادوي چې همداس اوس د دوی یو پنځه کسیز پلاوی په کابل کې دی، څو د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د خلاصون بهیر وڅاري او تصدیق یې وکړي. د طالبانو د یاد پنځه کسیز پلاوي راتګ طالبانو او حکومت دواړو منلی دی. دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني د اختر په ورځ د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ زره نورو طالب بندیانو د خلاصون امر وکړ. ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي. The post طالبانو د افغان دولت ۸۰ نور بندیان ازاد کړل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/29/طالبانو-د-افغان-دولت-۸۰-نور-بندیان-ازاد/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0