بازتاب نیوز

جاوېد فیصل: هیله ده چې شوی اوربند دوام پیدا کړي

٩ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، هڅې رواني دي چې د اختر درې ورځنی شوی اوربند دوام پیدا کړي. نوموړي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که څه هم د طالبانو له خوا د اختر تر درې وځني اوربند وروسته په ځینو ولایتونو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی، خو بیاهم هڅې روانې دي چې شوی اوربند دوام پیدا کړي. ده زیاته کړې، اوربند یوه پېچلې مسله ده او په خبره یې د بریدونو د مخنیوي لپاره ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده، چې د دغه بهیر د دوام لپاره هڅې روانې دي. وسله والو طالبانو د شنبې په شپه د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ او جمهور رییس غني هم د طالبانو له دغه اقدام څخه د هرکلي تر څنګ افغان ځواکونو ته امر وکړ چې شوی اوربند رعایت کړي او دفاعي حالت غوره کړي. افغان حکومت درې ورځنی اوربند د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو او د طالب زندانیانو پر خوشي کېدو مشروط کړی و. که څه هم د دواړو لورو ځینو سرچینو د اوربند غځېدل منلي، خو تر اوسه په رسمي ډول ښکېلو لورو په دې اړه تبصرې نه دي کړې. The post جاوېد فیصل: هیله ده چې شوی اوربند دوام پیدا کړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/29/جاوېد-فیصل-هیله-ده-چې-شوی-اوربند-دوام-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0