بازتاب نیوز

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳ زره او ۶۵۹ تنو ته ورسېد

٩ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳زره او ۶۵۹ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د جمعې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل، په تازه ثبت شوو پېښو کې ډېری یې په کابل او هرات ولایتونو کې دي. د هغه په وینا، تازه ۱۱ افغانان له کورونا ویروس مړه شوي او ۵۰ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۲۴۶ او د رغېدلو کسانو ۱۲۵۹ تنو ته رسېدلی دی. روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي. The post په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳ زره او ۶۵۹ تنو ته ورسېد appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/29/په-هېواد-کې-د-کورونا-ویروس-د-مثبتو-پېښو-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0