بازتاب نیوز

د تمباکو نړیواله ورځ؛ د کورونا وبا کې د ځوانانو ژوند ګواښي

١٠ غبرګولی ١٣٩٩ بی بی سی

Image caption روغتیا پالان وايي د تمباکو او سګرېټو له کارولو تنفسي، د زړه او سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ پیدا کیږي.

ایا پوهیږئ چې په نړۍ کې هر کال ملیونونه خلک د تمباکو څښلو او کارولو له کبله خپل ژوند بایلي؟

د روغتیا نړیوالې ټولنې له تمباکو سره د مبارزې په نړیواله ورځ چې نن ده ویلي د کورونا نړیوالې وبا په وخت کې د تمباکو د استعمال زیانونه لا ډېر شوي چې تر ډېره د ځوان نسل ژوند ګواښي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي له تمباکو کار اخلي چې په کلني ډول بیا شل زره کسان د مرګ تر کومې رسوي.

خیال محمد خیالي لا تنکی ځوان وه چې د پلار د چېلم لوګي معتاد کړ، وايي په ښه بده يي نه پوهیده خو اوس يي له څلوېښتو کالونو راهیسې تمباکو او چرس د ژوند برخه ګرځیدلي.

د خبرو دوام دی ډېرو پرلپسې نشو او سګرېټو تر روغتونه رسولای، او پر ګڼو زیانونو يي هم پوه دی خو وايې ده ورسره عادت کړی.

روغتیا پالان وايي د تمباکو او سګرېټو له کارولو تنفسي، د زړه او سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ پیدا کیږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تمباکو ته د نه ویلو په نړیواله ورځ چې د می ۳۱ نیټه ده ویلي چې د تمباکو له کارونې هر کال اته ملیونه وګړي ژوند بایلي، په افغانستان کې بیا دا شمېرې د کال له شلو زرو اوړي، د عامې روغتیا وزارت د نالیږدیدونکو ناروغیو د څانګې مشر سید حبیب اروال وايي د دوی په لاس شمېرې ښيي چې د افغانستان له ټول نفوس تر دېرش سلنې خلک تمباکو کاروي.

Image caption د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي له تمباکو کار اخلي

په افغانستان کې د سګرېټو نرخ د ډېرو هېوادونو پرتله ارزانه او هر چېرې د موندلو وړ دي د سګرېټو څکولو تر څنګ چې ډېر يي له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردیږي په دې هېواد کې نصوار او چیلم هم ډېر عام دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تنباکو ته د نه ویلو پر نړیوالې ورځې پیغام ورکړی چې د تنباکو استعمال د کرونا ویروس ګواښ لا زیاتوي دې ټولنې پر ځوانانو غږ کړی چې له تنباکو څخه د خلاصې نړۍ لپاره سره یو ځای او مبارزه وکړي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د تنباکو توولیدونکو ته هم په یوه پیغام کې ویلي دا چې ستاسې له تولیداتو هر کال اته ملیونه وګړي مري لرې نده چې تاسې نوی نسل هم قرباني کړی.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52865705

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0