بازتاب نیوز

افغانستان کې لومړی ځل له لیرې د درملنې اسانتیا یا 'تیلي‌میډیسن'

١١ غبرګولی ١٣٩٩ بی بی سی

Image caption د ټیلیمیډیسن په پلي کولو سره به په هېواد کې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د بودیجې په لګښت کې به شفافیت هم رامنځته شي.

د کابل په جمهوریت روغتون کې د لومړي ځل لپاره له ليرې درملنه یا (ټیلیمډیسن) اسانتیا پیل شوې ده.

د افغانستان د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا مشر عمر منصور انصاري نن د یکشنبې په ورځ (مې ۳۱مه/غبرګولی ۱۱) په کابل کې د روغتیا وزارت له مرستیال وزیرسره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له لېرې د طبي خدمتونو چوپړتیا چې له دې وزارت سره د هېواد نور روغتونونه د انټرنېټ پر مټ تړلی وي چې ۱۳۹۸ کې یې لګښت ۱۴۲،۵ میلیون افغانۍ او په ۱۳۹۹ کې به ۵۰ میلیونه افغانۍ د ټي ډي اېف له بودیجې څخه په نظر کې نیول شوی وو.

نوموړی وايي، د ټیلیمډیسن چوپړتیا به په درېیو روغتونونو د کابل جمهوریت روغتون، پکتیکا او سمنګان کې پلي شي چې دا پروژې نن په یادو روغتونونو کې پیلېږي او لګښت یې ۶۶۳ زره ډالره دی:

"دویمه پروژه، له ۲۷ مرجعو سره د فایبر نوري د کېبل تړل دي په ۱۰ ولایتونو کې ددوی د عامې روغتیا د ریاستونو په ګډون لسو روغتونونه سره رانغاړي او همدا راز ددې نوري کېبل له لارې په کابل کې هم ۷ روغتونونه سره تړي چې لګښت یې دوه نیم میلیونه افغانۍ کېږي."

ښاغلي انصاري زیاته کړه په ۳۰ مرجعو کې د نوري کېبل په واسطه تړل کیږي هغه دا دي چې په پنځلس ولایتونو کې د دوی د عامې روغتیا ریاستونو په ګډون ۱۵ روغتونونه شامل دي او لګښت یې ۵۴،۶ میلیون افغانۍ دی.

دوی وايي، د ټیلیمیډیسن په پلي کولو سره به په هېواد کې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د بودیجې په لګښت کې به شفافیت هم رامنځته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح له اترا ادارې مننه وکړه او ویې ویل د دې چوپړونو وړاندې کول د روغتیايي سکتور لپاره ګټور دی چې په ټکو یې که څه د ټول هېواد په کچه نه دی خو د ښې درملنې لپاره به ښه پیل وي.

د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وايي، له بده مرغه د کورونا وېروس لمن پراخېږي او په ټکو یوازینی هیله یې له خلکو دا ده چې روغتیايي سپارښتنې جدي ونیسي چې کولی شي په درې-څلورو اونیو کې د دې وېروس لمن راکابو کړو:

"که په واټونو کې مو همداسې ګڼه ګوڼه دوام ولري، روغتونونه کې موځای نه وي، په داسې حالاتو کې یوازې د اکسیجن پر لېږد به هم ونه توانیږو."

همداراز دې وزارت وویل چې د پرسونل له جدي کمښت سره مخ دی، مرستیال وزیر یې وویل چې پرون یې ۴۰۰ بسته د روغتیاپالانو لپاره اعلان کړي او نن هم د ۴۰۰ بستونو اعلان کوي.

Image caption وحید مجروح

دی وايي له صفاکاره نیولې ان تر متخصص ډاکټر پورې کولی شي دې وزارت ته راشي چې په افغانستان کې د کورونا له دې ناورین سره موږ سره مرسته وکړي.

ښاغلي مجروح وویل روغتیا وزارت پلان لري چې په ولسوالیو کې ۲۷ زره بستره نور فعال کړي چې په وینا دا بسترونه نوي پرسونل ته اړتیا لري او هم نوي تجهیزاتو ته .

روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ګړیو کې یې د هېواد په لابراتورونو کې د کورونا وېروس ۱۱۱۲ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۶۸۰ پېښې مثبتې وې او په دې سره په ټول هېواد کې پر کوویډ-۱۹ د اخته وو شمېر ۱۵۲۰۵ لوړه شوه.

ښاغلي مجروح وویل په تېر شپه او ورځ کې ددې وبا له امله ۸ تنه مړه شوي چې ټولټال۲۵۷کیږي او په دې موده کې ۲۵ تنه رغېدلي چې د ټول افغانستان په کچه ۱۳۲۷کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52866381

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0