بازتاب نیوز

مشرانو جرګه: بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي

١٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې د سولې د هڅو پر چټګتیا او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار شوی، ددې جرګې یو شمېر غړو پر حکومت او طالبان غږ کړی چې د سولې خبرو چټکتیا سربېره وخت ددې رارسېدلی چې بین الافغاني خبرې پیل شي او روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي. له دې خبرو سر بېره د جرګې یو شمېر سناتورانو په شمالي ولایتونو کې د د اعش وسله والې ډلې پر تازه تحرکاتو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې داعش ډلې په شمالي ولایتونو کې د وسله والو په جلب او جذب لاس پورې کړی. دوی وایي، که د سولې خبرې له خنډ سره مخ شي نو ښایي داعش ډله پیاوړي کړي او سپین بیرغ به په تور بیرغ بدل شي، چې ورسره به جګړه دوه برابره زیاته شي. The post مشرانو جرګه: بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/01/مشرانو-جرګه-بین-الافغاني-خبرې-دې-ژر-پیل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0