بازتاب نیوز

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

١٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په حصارک ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو برید یې په شا تنبولی او پر مهال یې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې درې محلي پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی و. نوموړی وایي، چې له پېښې وروسته تازه دمي افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي چې د بریدونو پر مهال یې ۱۶ وسلوال طالبان وژلي او نهه نور ټپیان کړي دي. خوګیاڼي زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه قومندانان په نامه د عباس او ادریس وژل شوي هم دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. The post د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/01/د-ننګرهار-په-حصارک-ولسوالۍ-کې-۲۵-وسله-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0