بازتاب نیوز

د ماشوم نړیواله ورځ؛ خو افغانستان کې د ماشومانو بد وضعیت ته د یونېسف اندېښنه

١٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

نن د جون میاشتې لومړۍ نېټه ده چې نړۍ کې د ماشوم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، ددې ورخې په مناسبت یونېسف د ملګرو ملتونو وجهي صندوق خبر ورکوي چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی . د دې اداري مطبوعاتي مسؤل احمد جان نوزادي رسنیو ته ویلي دي چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ نه محروم وو، خو اوس ۹،۵ میلیونه نور ماشومان هم ښوونځیو ته له تګه لیرې پاتې دي. د نوموړي په خبره اوس وخت کې شپږ لکه افغان ماشومان له سختې خوار ځواکۍ سره مخ دي، چې په وخت درمنلنه ورته مهمه ده. په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، چې لاهم زرګونه ماشومان د کورنۍ لپاره د سختو کارونو ترسره کولو، قاچاق، جنسي ځورونې او د تاوتریخوالي له داسې نورو ډولونو سره مخامخ دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، اوس‌مهال څه باندې دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي چې له دې ډلې ۱،۲ میلیونه‌یې سخت یا شاقه کارونه ترسره کوي. The post د ماشوم نړیواله ورځ؛ خو افغانستان کې د ماشومانو بد وضعیت ته د یونېسف اندېښنه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/01/د-ماشوم-نړیواله-ورځ؛-خو-افغانستان-کې-د-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0