بازتاب نیوز

د روغتیا نړیوال بنسټ: د کرونا ویروس بدلون په تړاو شواهد نشته

١٤ غبرګولی ١٣٩٩ طلوع نیوز

د روغتیا نړیوال بنسټ او نور کارپوهان دوشنبې (د غبرګولي په ۱۲مه نېټه) ویلي دي چې د کروناویروس چټکتیا او بدلون په تړاو شواهد نشته.

یوه ورځ مخکې له دې یوه ایټالیايي ډاکټر، البرتو زنګریلو څرګنده کړې وه چې د کرونا ویروس خپل ځواک بایللی.

خو اوس د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې په دې تړاو هېڅ کره شواهد نلري، د دغه بنسټ کارپوهې، ماریا ون کرکوف یوې خبري ناستې کې ویلي دي:«هېڅ داسې شواهد نشته چې کرونا ویروس د پام وړ بدلون کړی وي.»

هغې زیاته کړې ده:«دغه ویروس د لیږد  او چټکتیا له پلوه بدلون نه دی کړی.»

کرکوف بیان کړې ده:«هغه څه چې ډېر مهم دي، تابیاوې دي چې په پام کې مو نیولې دي.»

د کرونا ویروس تر اوسه نړۍ کې له ۳۷۰ زرو ډېرو کسانو ژوند اخیستی او له ۶میليونو ډېر پرې اخته دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/world/د-روغتیا-نړیوال-بنسټ-د-کرونا-ویروس-بدلون-په-تړاو-شواهد-نشته

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0