بازتاب نیوز

کندهار کې ماین چاودنې د ۹ملکي کسانو ژوند واخیست

١٥ غبرګولی ١٣٩٩ طلوع نیوز

د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت ارغستان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په ترڅ کې د ۹ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه چارواکي وايي نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) له غرمې مخکې خوشک رود سیمه کې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر د طالبانو لخوا پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی او پېښه رامنځته شوې ده.

دوی همداراز زیاتوي چې چاودنه کې ۵ ملکيان ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپل کې هم تېره ورځ د سرک غاړې ماین چاودنې د ۳ ملکي کسانو ژوند اخیستی اوو او څلور نور یې ټپیان کړي وو.

د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند، نورآغا فیضي وویل پېښه په داسې حال کې وشوه چې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر له جوزجانه د سرپل پر لور روان وو. هغه زیاته کړه چې ټپیانو کې درې ښځې شاملې دي.

ښاغلي فیضي همداراز څرګنده کړې وه چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وو.

طالبانو د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/کندهار-کې-ماین-چاودنې-د-۹ملکي-کسانو-ژوند-واخیست

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0