بازتاب نیوز

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیل زاد بیانیه

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت

(کابل ، افغانستان) – د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون په ۱۰ مه کابل ته ورسید. نوموړی د ولسمشر محمد اشرف غني ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې ناسته کې ګډون درلود.

زلمي خليل زاد د بین الافغانی مذاکراتو لپاره د عملي ګامونو په اړه چې د متحده ایالاتو دیپلوماتیکو هڅو د کلیدي اهدافو څخه ګڼل کېږی، خبرې وکړې. سربیره پردې ، هغه د بندیانو خوشې کیدو پر اهمیت او د هر هغه اقدام د مخنیوي لپاره چې کولی شې د سولې پروسه وځنډوی، ټینګار وکړ. د ناستې په بهیر کې ، زلمي خلیلزاد د بین الافغانی مذاکراتو څخه د سیمه ایزو او نړیوالو هڅو او ملاتړ په هکله ، نوي معلومات شریک کړل.

2020.06.10 SRAR Visit 2
2020.06.10 SRAR Visit 1

 

په واسطه | 11 جون, 2020 | موضوع ګانې: خبرونه, مطبوعاتي اعلامیې

اصلي اړیکې: https://af.usembassy.gov/ps/د-افغانستان-د-سولې-لپاره-د-متحده-ایالات/

د اصلي پاڼې خلاصول

په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading