بازتاب نیوز

د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی، د سولې پروسه کې د دغې ډلې د ژمنې په اړه، د خلکو باور کمزوری کوي

٤ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د جمهور رییس ویاند وایي، چې د ترهګرو ډلو او طالبانو لخوا وروستي تاوتریخوالي د سولې پروسه زیانمنوي او د غندنې وړ دي.



صدیق صدیقي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، هغه برید وغانده چې په پایله کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یو شمېر څارنوالان د دندې تر سره کولو پر مهال په شهادت ورسېدل او زیاته یې کړه: تاوتریخوالي چې په هره کچه وي، د افغانستان د خلکو ژوند او د سولې په اړه د حکومت او د افغانستان د خلکو هڅو ته زیان اړوي. 

هغه ټینګار وکړ، په هره کچه چې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی زیات شي، د سولې پروسه کې د طالبانو د ژمنې په اړه، د خلکو باور کمزوری کېږي.

د جمهور رییس ویاند وویل: په وروستۍ یوه اوونۍ کې د طالبانو لخوا د سلګونو بریدونو تر سره کول، د دې څرګندویي کوي چې دغه ډله د خپلو بریدونو په زیاتولو سره؛ اوس هم د افغانستان د خلکو غوښتنې ته، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دی، لږ ژمنه لري.

صدیقي وویل، د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنې په اړه د طالبانو کمزورې ژمنه، په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د سولې لپاره لوی، مهم او بنسټیز ګامونه اوچت کړي دي.

هغه زیاته کړه: د سولې په برخه کې چې هر اقدام ته اړتیا وه، د افغانستان د حکومت د رهبرۍ لخوا تر سره شوی دی او همدارنګه دولت ژمنه کړې، چې جګړه په دایمي توګه پای ته ورسېږي.

د جمهور رییس ویاند دې ته په ټینګار سره، چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو پړاو ته د داخلېدو لپاره چمتوالي نیولي او په دې لاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي، زیاته کړه: له طالبانو څخه د حکومت، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې هیله داده، چې هغوی هم د افغانستان د دولت د اقداماتو په تناسب ګام پورته کړي، د سولې لپاره خپله ژمنه په ډاګه کړي، د تاوتریخوالي له زیاتولو څخه لاس واخلي او د خبرو اترو پروسې ته داخل شي، څو یوه سیاسي حل لاره پیدا او جګړه پای ته ورسېږي. 

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3229-2020-06-24-04-38-40

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading