بازتاب نیوز

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ژمن دی

٧ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د جمهور رییس ویاند، صدیق صدیقي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: جمهور رییس غني د افغان-جاپان روغتون د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو د نه ورکړې په اړه راپورونه، تر لاسه کړي دي.


هغه زیاته کړه، چې حکومت د روغتیایي کارکوونکو د ستونزو هوارولو ته ژمن دی او ټاکل شوې ده، چې نن جمهور رییس، د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په حضور کې د افغان-جاپان روغتون د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې فوري لارښوونه وکړي. 

د جمهور رییس ویاند د سولې پروسه کې د پرمختګونو په اړه وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هېواد کې د سولې ټینګېدو ته ژمن دی او په دې لاره کې یې ستر ګامونه هم اوچت کړي دي.

هغه دې ته په اشارې سره، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالیو زیاتوالي، د افغانستان ستر ملت اندېښمن کړی دی، زیاته کړه: د تاوتریخوالیو تداوم به، د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د باور فضا زیانمنه کړي.

صدیقي وویل: د خبرو اترو پیلولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، مذاکراتي ټیم چمتو دی او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لخوا څخه؛ د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره هېڅ ډول خنډ شتون نلري.

د جمهور رییس ویاند دې ته په ټینګار سره، چې هر ډول احتمالي خنډ د طالبانو لخوا دی، زیاته کړه: د سولې خبرو اترو د پیلولو په موخه؛ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لخوا، کابو ۴ زره طالب بندیان آزاد شوي دي. 

د جمهور رییس ویاند د امریکایي ځواکونو د کمېدو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: د امریکا له متحده ایالاتو سره، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مناسبات، د دواړو دولتونو د دوه اړخیزه ژمنو پر بنسټ ولاړ دي او د امریکایي سرتېرو شمېر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو ټاکونکی نه دی.

هغه وویل، چې د امریکایي ځواکونو اوسنی شمېر، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، د همکارۍ، زده کړییز او مشورتي ماموریت ځواب ویونکی دی او ټینګار یې وکړ چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به هم دوام ولري. 

د جمهور رییس ویاند وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پنتاګون له څرګندونو، چې ویلي یې دي: په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمېر په اوسط ډول تر ۸۰۰۰ تنو باقي پاتې شي او د ځواکونو په شمېر کې له دې څخه زیات هر ډول کموالی به د شرایطو او د افغانستان د عمومي اوضاع په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د دولت د ارزونې او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هوکړه لیک موادو ته د طالبانو د ژمنتیا د کچې پر بنسټ، تر سره شي؛ هر کلی کوي. 

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3230-2020-06-28-03-24-26

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading