بازتاب نیوز

د دولتي عسکرو «ړندو» بمباریو بادغیس کې د پراخ مالي زیان ترڅنګ۴ تنه ملکیان وژلي

٩ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه کلیوالي سیمو باندې د دولتي عسکرو لخوا د جیټ الوتکو، ډي سي توپونو او هاوانونو «ړندې»بمبارۍ کې د مالي زیان ترڅنګ د ۲ ښځو په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو وړمه ورځ او شپه د مرغاب ولسوالۍ له محاصره شوي کنډک څخه په جوی ګنج، اسحاقزو او اکازو کلیو باندې په داسې حال کې درانه توپونه توغولي، چې جیټ الوتکو هم بمباري کوله.د توپونو په ډزو او جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د دوه ښځو، یو تنکي ځوان او یو بوډا په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي او د یوې ماشومې او ښځې په ګډون یې ۲ تنه نور ټپیان کړي دي.د سیمې خلک شکایت کوي، چې د دولتي عسکرو په توپچي او هوايي بمبار کې یې ګڼ سرایونه ویجاړ شوي او مالي زیانونه هم ورته رسیدلي دي.په بادغیس ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا ویشتل شوي توپونه ملکي خکلو ته د سر او مال زیانونه په داسې مهال اړوي، چې تیره ورځ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو پر یو میله ځای د میوند قول اردو دوهمې لوا توغول شوو توپونو له کبله ۲۳ تنه ملکیان مړه، ۳۰ ټپیان او یاد بازار هم په بشپړه توګه د څارویو او انسانانو په وینو سور شو.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168117/د-دولتي-عسکرو-ړندو-بمباریو-بادغیس-کې/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0