بازتاب نیوز

ملا برادر اخند او مایک پمپیو د ويډیويي کنفرانس له لارې د افغان سولې په اړه غږېدلي

٩ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» او ورسره پلاوي د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړې.په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې ویډیویي تماس  کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو.شاهین زیاته کړې «ملا برادر آخند وویل چې موږ د بین الافغاني خبرو پيل ته ژمن یو لکه چې مخکې مو هم ویلي لاکن د بندیانو په خلاصون کې ځنډ بین الافغاني خبرې ځنډولې دي. همداشان، د کابل ادارې د عسکرو له لوري د اسلامي امارت مفتوحه سیمو کې د نویو پوستو جوړول او زمونږ له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تیرول د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی.»د شاهین په خبره، ملا برادر اخند امریکایي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې  طالبان د افغانستان خاوره د امریکا او نور هیوادونو د امنیت په ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او تر څنګ یې له هغوی غوښتي چې د مهالوېش مطابق خپل ټول عسکر وباسي.د نوموړي د څر ګندونو په غبرګون کې پمپيو اعتراف کړی، چې په لویو ښارونو او مراکزو د بریدونو په نه کولو سره د جګړې ګراف راټيټ شوی، خو هیله یې ښودلې، چې د جګړې کچه نوره هم ټيټه شي.په ورته وخت کې ملا برادر اخند له پمپيو غوښتي، چې په ګوانتنامو کې پاتې بندي افغانان او امریکا کې بندي «حاجي بشیر» خلاص کړي.۵/۵ په پای کې ملا برادر آخند د امریکې له خارجه وزیر څخه وغوښتل چې په امریکا کې بندي حاجي بشر او په ګوانتنامو کې پاته افغان بندیان راخوشې کړي.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) June 29, 2020ملا برادر اخند داسې مهال له پمپيو سره خبرې کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم د دوحې، اسلام اباد او ازبکستان په سفر راوتلی او تمه ده د جګړې د شدت په کموالي او د بندیانو په موضوع ځانګړی تاکيد وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168118/ملا-برادر-اخند-او-مایک-پمپیو-د-ويډیويي-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0