بازتاب نیوز

کرزی: هلمند کې پر مېله بازار د « درندې وسلې برید» بشر ضد جنایت دی

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وايي، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله بازار برید بشر ضد جنایت دی.د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « حامد کرزی د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې په میله بازار باندې د درندې وسلې برید چې له امله یې زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي بشري ضد جنایت بولي او دغه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي.»کرزي ددې تر څنګ د ملکي وګړو د تلفاتو په زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې، او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو له لوري د سولې د ټینګښت هڅې وکړي.یاده دې وي، چې تېره ورځ سهار مهال د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په مېله بازار باندې د دولتي ځواکونو له لېوا څخه دیسي توپونه وویشتل شول، چې له امله یې تر شلو زیات ملکي وګړي ووژل شول او  ګڼ شمېر نور ټپيان شول.بیلابېلو اړخونو یاده پېښه په کلکه وغندله او د څېړنو غوښتنه یې وکړه.طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده پېښه د «مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله او ټولو رسنیو ته یې بلنه ورکړه، چې د پېښې له ځای لیدنه وکړي او په دې اړه دقیق راپورونه چمتو کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168135/کرزی-هلمند-کې-پر-مېله-بازار-د-درندې-وس/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0