بازتاب نیوز

طالبان له مایک پامپیو سره د هوکړې پر پلي کېدو غږېدلي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د هغه په وینا، په دغه ویډیویي کنفرانس کې دواړو لورو د دوحې د هوکړې پر بشپړ پلي کېدو، د امريکايي ځواکونو پر وتلو او ورته نورو مسايلو بحثونه کړي دي. سرچینه زیاتوي، د دوی تر منځ په خبرو اترو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی او طالبانو له پامپیو غوښتنه کړې چې په امریکا او ګونتنامو کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون لپاره چټکې هڅې وکړي. شاهین وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پخپل وار سره د خبرو پر مهال وویل چې طالبانو د بریدونو ګراف راټیټ کړی، خو اړتیا ده چې دواړه لوري په بشپړه توګه تاوتریخوالی کم کړي. نوموړی په ورته وخت کې خبر ورکوي چې ملا برادر او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره هم پر افغان سوله، هلته د افغان کډوالو پر حالت او د افغانانو په مالکیت د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو غږېدلي دي. د ده په خبره، ملا برادر په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي. که څه هم ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي، خو دواړو لورو یو ځل بیا تاوتریخوالي ته زور ورکړی، چې پر مهال یې ګڼو سرتیرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. The post طالبان له مایک پامپیو سره د هوکړې پر پلي کېدو غږېدلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/طالبان-له-مایک-پامپیو-سره-د-هوکړې-پر-پلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0