بازتاب نیوز

راکټي برید هلمند کې د ۱۰ ملکیانو ژوند واخیست

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ طلوع نیوز

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په یوه بازار کې د راکټي برید پایله کې ۱۰ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د سیمې خلک وايي پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ په ۹مه نېټه) هغه مهال شوې چې خلک د خپلو څارویو پلور او پېر لپاره سره راټول شوي وو.

دوی همداراز زیاتوي چې نېږدې ۲۰ تنه هم ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي هم پېښه تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین چاوددنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي وو.

راپور کې به جزییات اضافه شي...

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/راکټي-برید-هلمند-کې-د-۱۰-ملکیانو-ژوند-واخیست

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0