بازتاب نیوز

طالبانو د افغان حکومت ۲۰ نور بندیان ازاد کړي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د شاهین په خبره، دغه بندیان په کندز ولایت کې د دوی له بندخونو خوشي شوي او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنیو ته استول شوي دي. د افغان حکومت او طالبانو بندیان په دوحه کې د امریکا او دې ډلې تر منځ د شوې هوکړې له مخې خوشي کېږي. طالبان داسې مهال د۲۰ تنو د خوشي کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ وویل، د دوی تخنیکي ډله د پاتې طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار کوي. تر اوسه افغان حکومت د طالبانو شاوخوا ۴۰۰۰ زره بندیان ازاد کړي او طالبانو هم د حکومت تر ۷۰۰ سوه ډېر زندانیان خوشي کړي دي. ټاکل شوې چې د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته په دوحه کې وشي. The post طالبانو د افغان حکومت ۲۰ نور بندیان ازاد کړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/طالبانو-د-افغان-حکومت-۲۰-نور-بندیان-از-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0