بازتاب نیوز

په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له دغه وزارت څخه خپره شوې خپرپاڼه وایي، طالبانو په زابل، لوګر او غور ولایتونو کې د افغان امنیتي سرتیرو پر پوستونو بریدونه وکړل، چې د هغوی له سخت غبرګون سره مخ شول. د خبرپانې په وینا، د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شول، د هغوی ۲۲ جنګیالي ووژل شول او ۱۵ نور یې ژوبل شول. په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. د یاد وزارت خبرپاڼه څرګندوي، په یادو بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. The post په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-۶۷-وسله-والو-طالب/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0