بازتاب نیوز

روغتیا نړیوال بنسټ د کرونا ویروس څېړنې په موخه چین ته پلاوی لیږي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ طلوع نیوز

د روغتیا نړیوال بنسټ رییس، تدروس ادانوم ګبریسوس دوشنبې(د چنګاښ په ۹مه نېټه) وویل چې دغه بنسټ د کرونا ویروس سرچینې څېړنې په موخه یو پلاوی راتلونکې اوونۍ پلاوی لیږي.

امریکا متحده ایالات چې د روغتیا بنسټ پر چارو نیوکې کوي، او یاد بنسټ سره یې د همکاریو پرې کولو ګواښ کړی، د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو  ویلي وو چې ښایې د کرونا ویروس سرچینه د چین له یوه لابراتواره وي، خو په دې تړاو یې هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي او چین هم دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

چین نن د کرونا ویروس د ۱۹ تازه ثبت شویو پېښو خبرو ورکړ چې اووه یې د دغه هېواد پلازمېنه بیجینګ کې دي.

که څه هم دغه هېواد کې پر تګ راتګ بندیزونه لیري شوي دي، خو ویروس بیا د پراختیا په حال کې دی.

له تازه ثبت شویو پېښو سره چین کې د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۸۳،۵۳۱ ته ورسید. تر اوسه دغه هېواد کې د کوویډنولس ۴۶۳۴ تنه مړه شوي دي.

د کوویډ نولس لومړی ناورغ د روان زیږدیز کال د جنوري میاشت کې ووهان ښار کې مړ شو.

نړۍ کې په کرونا ویروس لس میلیونه او ۳۰۲ زره کسان اخته دي او له نیم میلیونو نور مړه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/world/روغتیا-نړیوال-بنسټ-د-کرونا-ویروس-څېړنې-په-موخه-چین-ته-پلاوی-لیږي

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0