بازتاب نیوز

خلوتګر: تر اوسه ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي پر کورنا اخته شوي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د خبریالانو د ملاتړ ادارې یا نۍ رییس مجیب خلوتګر د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، یوازې په کابل کې ۵۶۸ د رسنیو کارمندان پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه شپږ کسان ترې مړه شوي دي. دی وایي، دا شمېر خورا ډېر دی، خو ځینې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د شرم له کبله نه غواړي چې نوم او ناروغۍ یې ښکاره شي. خلوتګر زیاتوي، که پر دې ناروغۍ د خبریالانو، د رسنیو د مدیرانو او د دغه بنسټ د کار کوونکو اخته کېدل همداسې دوام وکړي، لېرې نه ده چې د اطلاعاتو رسولو دایره به له سقوط سره مخ شي. ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اطلاعاتو رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او په ورته وخت کې یې د رسنیو پر مدیرانو هم غږ وکړ چې د خپلو کارمندانو روغتیا ته جدي پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۱ زره لوړ شوی او تر ۷۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي. The post خلوتګر: تر اوسه ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي پر کورنا اخته شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/خلوتګر-تر-اوسه-۹۵۳-د-رسنیو-کار-کوونکي-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0