بازتاب نیوز

طالبانو هره ورځ ۴۴ بریدونه سرته رسولي دي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ خبرگزاری خاورمیانه

د ملې امنیت شورا وایي چې وسله وال طالبانو د یوې اوونۍ تاوتریخوالي کمیدو دورې په پاې ته رسولو سره هره ورځ د هېواد په مختلفو سیمو کې په منځني ډول ۴۴ بریدونه ترسره کړي دي. د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن سهار (چنګاښ ۱۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. د نوموړي پر وینا،د تاوتریخوالي کمښت او دوام یې په افغانستان کې د سولې د راتګ او د دوحې د هوکړه لیک له بریالي کېدو سره مرسته کوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یوه اساسي لار ده. د ملې امنیت شورا له لورې دا څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي چې طالبانو په کراتو کراتو په هېواد کې د ملکي تلفاتو رول درلودل رد کړي دي. د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته د تاوتریخوالي د یوې اوونۍ کمېدو د ملکي وګړو د تلفاتو په کمیدو کې مهم رول درلود؛مګر دغه بهېر دوام ونه موند او اوس مهال د هېواد په لویو برخو کې جګړې دوام لري. څه وخت وړاندې هم د ملې امنیت شورا اعلان کړی وو چې د جوزا د میاشتې وروستۍ اوونۍ په هېواد کې خونړۍ اوونۍ وه. نوشته طالبانو هره ورځ ۴۴ بریدونه سرته رسولي دي اولین بار در پشتو. پدیدار شد.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1399/04/10/طالبانو-هره-ورځ-۴۴-بریدونه-سرته-رسولي-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0