بازتاب نیوز

له تېرو ۲۴ ساعتونو را پدېخوا، په روغتونونو کې د اکسجن اړتیا پوره شوې ده

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د اکسجن فابریکې مکلفې شوې دي څو د کووېډ۱۹ روغتونونو لپاره زیات اکسجن برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر احمد جواد عثماني، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د کابل له والي او د ولسي جرګې له یوه غړي سره، په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: د اکسجن بالونونو د کمښت په برخه کې اندېښنو ته رسېدنه شوې او د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې اکسجن ته د کوویډ۱۹ روغتونونو اړتیا پوره شوې ده.
عثماني زیاته کړه، چې ملي دفاع وزارت د اکسجن ۲۰۰ خالي بالونونه او د یونیسف ادارې د اکسجن د تولید ۵۰ وړې دستګاوې، د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت هم، د چین له هېواد څخه، د اکسجن د تولید ۵۰۰ وړې دستګاوې اخلي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کووېډ۱۹ روغتونونو یو شمېر کارکوونکو ته د معاشونو ورکړې په برخه کې د ځنډ په اړه وویل: هغه ۳۸۰ ډاکټران چې کووېډ۱۹ روغتونونو ته اعزام شوي وو او د معاشونو د ورکړې په برخه کې یې ځنډ رامنځته شوی وو؛ د شنبې تر ورځې پورې به خپل معاشونه تر لاسه کړي.
عثماني د روغتونونو د روغتیایي خدمتونو د ارزونې او د کووېډ۱۹ روغتونونو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه؛ د خپلو ولایتي سفرونو په اړه وویل، چې په وروستیو دوه اوونیو کې یې څو ولایتونو ته سفر کړی، ستونزې یې له نېږدې څېړلي او د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې حل لارې سنجولې دي.
په همدې حال کې د کابل والي او کابل ولایت د اضطرار کمېټې رییس ژمنه وکړه، چې د کابل ولایت اضطرار کمېټې له بودجې څخه، له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته چمتو دی.
هغه وویل، د کابل ولایت اضطرار کمېټې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ د کووېډ۱۹ نویو جوړېدونکو کلینیکونو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو لپاره په پام کې نیولي دي. په ټولیز ډول دغه کمېټه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په واک کې لري، څو له عامې روغتیا وزارت سره، روغتیایي اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې همکاري وکړي.
د ولسي جرګې غړۍ عبدالقادر قلاتوال، چې په یاد کنفرانس کې یې خبرې کولې، وویل: ولسي جرګې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومت، په ځانګړې توګه د عامه روغتیا وزارت مصارف تر څارنې لاندې نیولي دي.
دغه راز نوموړي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له کړنو په ځانګړي ډول د دغه وزارت د نوي ټیم له کړنو څخه مننه وکړه.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3232-2020-06-30-10-58-27

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0