بازتاب نیوز

په خوست کې لاریونوالو وروستۍ ملکي وژنې وغندلې

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

دوو تنه لاریون کوونکو نصرت الله او خیرالله وایي، نه یوازې خوست، بلکې د هلمند پرونۍ پېښه او ترڅنګ یې په یو شمېر نورو ولایتونوکې د جګړې د ښکیلو اړخونو له لوري د ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوې ده. دوی له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي. دوه تنه نور لاریون کوونکي رفیق وقار او عبدالرزاق وویل، نړیواله ټولنه او د بشر حقونو مدافعین هم د افغانانو پر مرګ ژوبلې ډېری وخت چوپ پاتې کیږي. دوی له نړیوالو وغوښتل چې د افغان وژنې په تړاو دې کوټلي ګامونه پورته کړي. یو بل ګډونوال فضل الحق باتور زوی وایي، که چېرې د عامو خلکو وژنه همداسې روانه وي، ښيي چې د سولې په روان بهیر هم اغیزه وکړي. دا لاریونونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د هلمند ولایت په یوه دودیزه مېله  کې د توغندي پرېوتو له امله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. عام باور دا دی که چېرې په روانو بریدونو کې د بې ګناه ملکیانو وژنو ته د پای ټکی کېنښودل  شي، ښيي پر افغان دولت او نړیواله ټولنې دواړو باندې د خلکو بې باوري لاپسې ژوره شي. The post په خوست کې لاریونوالو وروستۍ ملکي وژنې وغندلې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/په-خوست-کې-لاریونوالو-وروستۍ-ملکي-وژنې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0