بازتاب نیوز

ارزګانیان: د شاه محمد شاه قاتلین دې ژر ونیول شي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

«زه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم، موږ به د خلکو امنيت په ښه ډول خوندي وساتو. خلک دي هيڅ تشويش نه کوي.» شاه محمد شاه تېره شپه په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو. د ارزګان د ولايت مقام وياند زړګی عبادي وايي، پر شاه محمد شاه تېره شپه د مرکز ترينکوټ اړوند د کندهار له اډي سره غلچکي بريد وشوه، چې پرمهال يې قومندان ووژل شوه او د هغه دوه نور ملګري ټپیان شول. «په ډېري خواشينۍ سره باید ووايم چې موږ يو زړور قومندان شاه محمد شاه تېره شپه ۸ بجي په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې له لاسه ورکړ.» پر نوموړي د ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي. د هغه سترګې پنځه کاله وړاندې د یو ماین په چاودنه کې ړندې شوې. د سياسي چارو کار پوه امان الله هوتکي وايي، دغه چريکي بريدونه د پوښتني وړ دي. امان الله هوتکي وايي، شاه محمد شاه د هراود ولسوالۍ د امنيت خوندي ساتلو لپاره وړ کس و او د هغه په وژلو دوی ټول سخت خواشیني دي. دی له حکومت څخه غواړي چې د شاه محمد شاه قاتلين دې ژر تر ژره په ډاګه او نیسي. «شاه محمد شاه د ټول د هراود ولسوالۍ امنيت خوندي ساتلي و. دومره زړور قومندان په هېڅ ولسوالۍ کې نه و.» وسله والو طالبانو بیا د شاه محمد شاه د وژلو پړه منلې ده. د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي، جنګیالیو کې هغه په یو غلچکي برید کې له منځه وړی دی. The post ارزګانیان: د شاه محمد شاه قاتلین دې ژر ونیول شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/ارزګانیان-د-شاه-محمد-شاه-قاتلین-دې-ژر-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0